
کابل، د زمري۲۷مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي په بدخشان کې د اوبو لګولو د ۱۴ کرنیزو پروژو د سروې چارې بشپړې او د تحلیل او ارزونې په موخه یې د وزارت مشرتابه مقام ته سپارلې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې
یاد پلاوي د تګاب، کشم، خاش او جرم ولسواليو پلاني ساحو څخه لیدنه کړې او د سولر سيسټم، ترناب، د کرنيزو اوبو د کانال او چکډیمونو په برخو کې يې د اوبو لګولو ۱۴ پروژو د جوړولو کار مشخص کړ .
د یادونې وړ ده چې یاد تخنیکي پلاوی د بدخشان د تګاب، کشم، خاش، او جرم ولسوالیو د اوسېدونکو د غوښتنې پر اساس دغه ولایت ته په رسمي سفر تللي وو.