خبرونهاقتصاد

په بدخشان کې د برېښنايي پېژند پاڼو له وېش څخه ۵ میلیونه افغانۍ عواېد راټول شوي

 کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د دوو الکترونیکي تذکرو وېش څانګو په لرلو توانیدلی چې له ۱۰ زرو زیاتو غوښتونکو اسناد طی مراحل کړي او غوښتونکو ته الکترونیکي تذکرې ووېشي.

د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست چارواکي وايي، چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې یې د الکترونیکي تذکرو له وېش شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حافظ حبیب الرحمن عثماني وايي، د الکترونیکي تذکرو یادې وېش څانګې د ۶۲ کارکوونکو په لرلو چې ۷ یې ښځینه دي، په ورځني ډول د ۴۰۰ الکترونیکي تذکرو د وېش وړتیا لري.

عثماني زیاتوي، د نویو الکترونیکي تذکرو له وېش سربېره  په یادو وېش څانګو کې له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او خدمات وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ۳۴ مې مادې له مخې، هر هغه څوک چې د ثبت شویو معلوماتو په بدلون سره د تابعیت تذکرې د مکرر اخیستو  لپاره اقدام وکړي، تر قانوني څارنې لاندې راځي. په دې اساس هر هغه څوک چې په یو وخت کې د الکترونیکي او کاغذي تذکرو په متفاوت هویتي معلوماتو سره ګټه اخلي، عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کېږي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا