امنیت

په سمنګانو کې درې تنه طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د غبرګولى د مياشتې ٦ مه:
په سمنګانو  ولايت کې تيره شپه دامنيتي ځواکونو اودوسله والو طالبانوترمنځ جګړو  کې درې تنه طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان بيکزاد دباختراژانس خبريال ته وويل دغه جګړې دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو پورې اړوندددره ژوندون اوسرکنده په کليوکې ونښتې چې له امله يې  درې تنه وسله وال  طالبان ووژل شول پنځه تنه ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي  دي چې په دغو نښتو کې وسله والو طالبانوته دسر دروند زيان اوښتى دى او دامنيتي ځواکونودغوڅ مقاومت له امله طالبان دبغلان ولايت ددهنه غوري ولسوالۍ په لور وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته