
کابل، د غبرګولي ۳۱ مه، باختر
په بدخشان کې پرون د تالندې او برېښنا له امله د دوو وروڼو په ګډون ۳ تنه ووژل شول.
د بدخشان ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد اکرم اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه ۳ تنه چې د تشکان ولسوالۍ د ملنګاني د کلي اوسېدونکي دي د سرپل په ییلاق سيمه کې د تالندې او برېښنا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ماښام هم دوه ورونه چې د کشم ولسوالۍ په ګندم کول کلي کې په کرکیلې بوخت وو، د تالندې او برېښنا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
ع