
کابل، د وږي ١٠مه، باختر
د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٦ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه پېښه تېره ورځ د ياوان ولسوالۍ په شينګان کلي کې د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په کې د یوې کورنۍ ٦ غړي مړه شوي دي.
د بدخشان ولايت د ترافيکو مدیریت يوې سرچينې باختر آژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ٦ تنه مړه او دوه تنه نور ټپيان شوي، چې له یوه واده څخه کور خواته روان وو.
د یادې پېښې لامل په موټر کې ناڅاپي تخنیکي ستونزه یاده شوې ده.