سیاست

جمهور رئیس غني د ټاپي د غازو د نل لیکې پروژې د پرانیستې په موخه ترکمنستان ته روان شو

کابل-باختردليندۍ دمياشتې ٢١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د ټاپي د غازو نل لیکې پروژې د پرانیستې لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس غني د دغه دوه ورځني رسمي سفر په جریان کې  د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د غازو د نل لیکې د پروژې د ساختماني کار پر پرانیستې سربېره به د ترکمنستان له جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف سره کتنه ولري او همدارنګه به  ”د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د بې طرفانه پالیسیو“ کنفرانس کې هم خبرې وکړي.
د افغانستان له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د کانونو وزیر داوود شاه صبا، د انرژي اواوبولګولو وزیر علي احمد عثماني، د سوداګرۍ وزیر محمد همایون رسا، د کرنې او اوبولګولو وزیر اسدالله ضمیر، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر او د هرات او فاریاب والیان هم ملتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته