ورزش

دبايسکل ځغلولو فدراسيون ورزشکاران دهند په سياليو کې ګډون کوي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو دفدراسيون ورزشکارانو بهرنيو سياليو ته دتياري لپاره تمرينونه پيل کړل .
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ټاکل شوې ده دهيواد دبايسکل ځغلولو فدراسيون ورزشکار هلکان او نجونې دهند په سياليو کې چې يوه مياشت وروسته پيليږي ګډون وکړي.
ده وويل چې په همدې موخه شپږو تنو ورزشکارانو او شپږو تنو ورزشکارو هلکانو چې په دغو سياليو کې ګډون کوي دتياري لپاره يې يو لړ تمرينونه پيل کړي دي.
صادقي څرګنده کړه چې دغه ورزشکاران دهند له سياليو وروسته د بحرين په سياليو کې چې وروسته ترسره کيږي هم ګډون کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته