سیاست

روسيې اوقرغزستاني مقاماتودافغانستان دحالاتوپه باب خبرې وکړې.

مسکونيوزدچنکاښ ١٤
دروسيې ددفاع وزيرسرګى شويګواودده قرغزستاني سيال حبيب الله خداى برديف دافغانستان دحالاتوپه باره کې خبرې وکړې.
باخترآژانس دنړيوال خبري منابعوله خولې خبرراکړ.په دې کتنه کې دروسيې ددفاع وزيروويل،که څه هم افغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتوشاهدوخوتراوسه پورې هم ددې وخت نه دى رارسيدلى چې په دغه هيوادکې دثبات دساتلوخبرې وکړو.
سرګى شويګوزياته کړې ده،هيله من دى چې انتخابات په افغانستان کې دامنيت سبب شى.خوپه دغه هيوادکې حالات اوس بل ډول ده.
دروسيې اوقرغزستان ددفاع دوزيرانوترمنځ کتنه کې دغه رازدمسکواوبشکيک ترمنځ دپوځي همکاريوپه باب خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته