امنیت

د وسله والو طالبانو له لوري د خلکو د ګواښلو په اړه د ا.ا. جمهوري دولت اعلامیه!

کابل/باختر/ د زمري١٥مه
د طالبانو ډلې د اعلامیې له لارې د افغانستان خلک تهدید کړي، چې په انتخاباتو کې د ګډون په صورت کې به ورباندې برید وکړي.
په انتخاباتو کې ګډون او د مستقیمو رایو له لارې د اولی الامر ټاکل د افغانستان د خلکو شرعي او قانوني حق دی.
د افغانستان دولت د ازادو، رڼو او سرتاسري انتخاباتو ترسره کولو لپاره ټول لازم تیارى نیولى، چې د افغانستان خلک په مستقیم ډول د هېواد لپاره د مشروع زعامت ټاکلو کې ونډه واخلي.
د طالبانو د ادعا برعکس چې همدا اوس په قطر کې د امریکا متحدو ایالتونو سره په مذاکره کې دي، د انتخاباتو د بودجې زیاته برخه د افغانستان دولت بودجې څخه تامین شوې او د دې پروسې بشپړ مدیریت د افغانانو په غاړه دی.
همغسې چې د افغانستان د ولسي جرګې غړو د افغانستان د خلکو د منتخبو استازو په توګه نن هم د مصوبې په صادرولو سره پر ټاکلي وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان حکومت یو ځل بیا له ټولو بنسټونو څخه چې د انتخاباتو ترسره کېدو کې ونډه لري، غواړي چې ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کړي .
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه  چې د هېواد اصیل بچیان دي، په بشپړ ډول چمتو دي چې د افغانستان خلک له دغه ډول ګواښونو څخه خوندي کړي او هیڅوک به پرېنږدي چې د دوی په برخلیک ټاکلو کې، د دوی د ګډون مانع شي.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته قاطع لارښوونه کېږي چې دغه ملي او برخلیک ټاکونکې پروسه مختل کېدو ته پرېنږدي.
د افغانستان خلکو پخوا هم ثابته کړې چې د افغانستان د دښمنانو ګواښونه په ملي او برخلیک ټاکونکو پروسو کې د دوی د ګډون مانع نشي کېدلای.
زموږ  خلک به دا ځل هم د رای ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او د خپل هېواد راتلونکی زعامت به د خپلې مستقیمې رایې له لارې تعیین کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو د ازادۍ دښمنان مختوري شي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته