امنیت

د افغانستان په خاورې د پاکستان نوي راکټي بريدونه

کابل باختر دسلواغې ١٦ نيټه :
پاکستاني مقاماتو دکونړ ولايت په ځينوسيمو خپل راکټي بريدونه او د توپونو ډزې  بيا له سره پيل کړې.
دغه بريدونه   له څو ورځني ځنډ وروسته ترسره کيږي  .
پاکستاني پوځيانو  په تېرو دوه دريو کلونو کې د کونړ ، ننګرهار ، نورستان  او د پکتيا د ولايتونو په ځينو  برخو راکټي بريدونه او دتوپونو ډزې کړي دي.
په ښکاره  له دغو راکټي بريدونو څخه د پاکستانيانو موخه د ډيورند د کرښې له صفري سيمو څخه د ډار اچوونکو لرې کول دي . 
پاکستاني پوځيان ادعا کوي چې ګنې هغه ډار اچوونکى چې په پاکستان يې  بريدونه کړي دي  په همدغو سيموکې پټ دي،په داسې حال کې چې افغان مقاماتو ، پاکستاني طالبانو او خپلواکو نړيوالو سرچينو په وار وار ويلي دي  چې دغه شان خبره شتون  نلري او ډار اچوونکي په افغانستان کې پټ نه دي  خو افغانستان دى  چې د هغو ډار اچوونکو د فعاليتونو قرباني دى چې په پاکستان کې پټ دي.
واقعيت دا دى  چې پاکستان له هغو تورونو څخه  د تيښتې لپاره   چې د نړيوالې ټولنې له خو ا دغه هېواد ته متوجه دي ؛ هلې ځلې کوي  هغه ډار اچوونکي چې په  پاکستان کې پټ دي د ډيورند د کرښې په صفري سيموکې ځاى پرځاى کړي او په همدې موخه د دغه هېواد پوځيان په دې لټه کې دي چې دغه سيمې  نا استوګنې کړي،د پاکستانيانو دغه راکټي بريدونه  يوه موده بند شوي هم و.
خو د دواړو  هېوادونو ترمنځ اړيکو کې ستونزې هماغه شان پاتې شوې وې.
پاکستاني پوځيانو په داسې حال کې  دکونړ ولايت په ځينو ولسواليو راکټي بريدونه پيل کړل  چې  له ډار اچونې سره د مبارزې  او د پاکستان په خاوره کې د ډار اچوونکو د ځالو د له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي په باره کې د افغانستان اوپاکستان د هيئتونو  تګ راتګ دوام لري.
پاکستاني پوځيانو کابل ته ديوه پاکستاني هيئت له سفر وروسته  دکونړ ولايت د دانګام او سرکاڼو په ولسواليو يوسلو اتيا توغندي توغولي دي  چې د دغو توغنديو دلګيدو له امله ديوې کورنۍ څلور تنه غړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپيان شوي دي.
د کونړ ولايت د سيمه ييزو مقاماتو د څرګندونوله مخې ؛ په دې وروستيو وختو کې  يوسلو اتيا توغندي د ډيورنډ له کرښې اخوا څخه  د کونړ ولايت د دانګام  او  سرکاڼو په ولسواليو توغول شوي دي   چې د دغو توغنديو دلګيدو له امله  څو تنه ټپيان شوي دي.
د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ويلي دي چې،  په دي وروستيو وختونو کې دکونړ ولايت  د زوړبرول ، سورکمر ، کچري  او د دغه ولايت په نورو سيمو يوسلو اتيا توغندي لګيدلي دي  چې  له امله يې يوه ميرمن او ميړه او د هغوى دوه تنه ماشومان ټپيان شوي دي.
  د دغو توغنديو لګيدل ددې سبب شوي دي چې څه د پاسه دوه زره پنځه سوه کورنۍ دکونړ و لايت  له سرحدي سيمو څخه وتښتي اوله خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بيځايه شي .
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مقامات  دافغانستان په  ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټې بريدونو د ناوړو عواقبو خبردارى ورکوي او وايي ؛  چې د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د مسئلې لپاره د ديپلوماتيک حل يوې  لارې ته اړتيا ده .
ځيني کارپوهان وايي چې د پاکستاني پوځيانو اقدامات زياتره د امريکا د اقداماتو پرخلاف په غبرګون کې دي .
پاکستان د امريکا د جمهور رئيس  ډونالډټرامپ  او د نړيوالې ټولنې له خوا د تروريستانو د ملاتړي په توګه معرفي شوى دى چې له امله يې پاکستان زياتره مالي او تخنيکي مرستي له لاسه ورکړي دي.
پاکستان د همکارۍ پرځاى د ډار اچوونکو ډلو په واسطه په افغانستان کې وحشت او دهشت ته پراختيا ورکړي ده.
په تېرو دوو  اوونيو کې  کابل  او ځينې نور ولايتونه د تروريستي بريدونو ډګر دى  چې د دغو بريدونو مسووليت ډار اچوونکو ډلو په غاړه اخيستى دى،چې د پاکستان په خاوره کې شتون لري.
په همدې اړوند د دواړو هېوادونو هيئتونو دپاکستان په خاوره کې د ډار اچوونکو د فعاليتونو د شتون په باب د مدارکو اوشواهدو د وړاندې کولو په موخه په خبرو او اترو لاس پورې کړى دى،  خو دغه خبرې چې تراوسه پورې دوام لري کيداى شي چې د دغه شان دښمنانه دريځ په شتون کې  د تفاهم اوديالوګ خبرې وکړي .
په ډاګه خبره دا ده چې پاکستاني پوځيانو يوځل بيا په کونړ ولايت  دتوغنديو په توغولوسره ثابته کړه چې پاکستانيان په خپلو خبرو او ژمنو کې رښتيني نه دي.
پاى فذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته