کابل /د مرغومی ۲۰مه /باختر
د هرات د امنیې قوماندانۍ ځواکونو ۷ تنه د اخلاقي فساد د ترسره کولو په تور نیولي دي.
د هرات یو امنیتي خبرځای باخترآژانس ته خبر ورکړ چې د هرات د امنیې قوماندانۍ د ۶ امنیتي حوزې ځواکونو ۵ تنه نارینه او دوه ښځینه چې د اخلاقي فساد د ترسره کولو نیت یې درلود د هرات ښار له ۶ناحیې څخه ونیول.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی اوقضیه تر څیړنې لاندې ده.
ج-ا
3 د یوې دقیقې څخه لږ