خبرونهټولنه

په بدخشان کې د غره د ښوېدو او د سېلابونو د راوتو له امله زیات مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي

کابل، د لړم ۱۵ مه، باختر

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د مایمي ولسوالۍ په (ورو) کلي کې د غره د ښوېدو له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د دغه پېښې په تائید سره باختر آژانس خبریال ته وویل، چې  پرون مازیګر د یادې ولسوالۍ په چارباغ کلي کې د سېلابونو د راوتلو له امله څه باندې ۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۰ جریبه بڼونه او  ۳ دوکانونه ویجاړشوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ژغورنې ټیم یادې ولسوالۍ ته د واټونو د خرابوالي له امله نه دي توانېدلي چې د پېښې ځای ته لاړشي.

براتی، جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا