امنیت

ناتو : په افغانستان کې د داعش فعاليت زموږ ستونزه جدي کوي.

بروکسل – دويچه  – باختر د ثور دمياشتې ١٥
دناتو دپوځي تړون يوه جګپوړي مقام وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له سختو مخالفتونو سره مخامخ دي او په دغه هيواد کې د داعش شتون ستونزې زياتې کړې دي .
په اروپا کې د ناتو دغه مقام وايي په افغانستان کې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ دي او په دغه هيواد کې د داعش شتون ستونزې زياتې کړې دي .
په اروپا کې دناتو اعلى قوماندان امريکايي جنرال فليپ بريدلف دسي ان – ان دخبرې شبکې له مشهور خبريال کريتسن امانپور سره په مرکه کې ويلي دي په تيرو دوو کلونو کې افغانستان دسترو بدلونونو ډګړو.
ده وويل : موږ په تيرو دوو کلونو کې ستر بدلونونه ليدلي دي ، په افغانستان کې بدلونونه رامنځته شوي دي ، موږ دغوڅ ملاتړ دماموريت داجرا کولو په حال کې يو خود طالبانو له سخت مخالفت سره لاس او ګريوان يو ،موږ په افغانستان کې د داعش فعاليتونه ګورو چې دغه مسله ستونزه جدي کوي جنرال فليپ بريد لف په منځنى ختيځ او دافريقا په شمال کې دشتو چلنجونو له امله هم انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل موږ په سخت حالت يو. زه له هغه وخت څخه چې په دې دندې وګومارل شوم له سترو چلنجونو سره مخامخ يم.
په هغه وخت کې موږ دعراق په لويديځ ، دسوريې په ختيځ او دافريقا په شمال کې جدي چلنجونه وليدل.
جنرال بريدلف له سي ان -ان سره په مرکه کې له روسيې سره دناتو داړيکو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه :په اروپا کې دناتو دځواکونو جوړښت دهغو چلنجونو په وړاندې مناسب نه دى چې دغه تړون له جنوب او ختيځ څخه ورسره مخامخ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته