روغتیا

دافغاني سري مياشتې دعالي ټولنې خبرتيا !

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٩ :

دافغاني سري مياشتې دعالي ټولنې خبرتيا !

 ټاکل شوې ده دروان کال دزمري دمياشتې په پنځمه نيټه دپنجشنبې په ورځ دالمان دسولې دکلي ډاکتران دافغاني سري مياشتې دعالي ټولنې په همکاري  دهغو ماشومانو دکتنې اوتشخيص لپاره چې په هډوکي  ماتوونکي اوسختي سوځيدنې په ناروغيو اخته وي کابل ته راشي .

هغه کورنۍ چې بچيان يې په دغو ناروغيو اخته وي اوعمر يې له يوولسو کلونو څخه لوړ نه وي دناروغ اودهغه دپلار دپاسپورت دعکس په اندازه له لسو رنګه عکسونو اودتابعيت  له تذکرو سره دروان کال دزمري دمياشتې په پنځمه نيټه  دسهار په اتو بجو دارتل پله ترڅنګ دافغاني سري مياشتې  دعالي ټولنې دفتر ته ورشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته