ټولنه

دالکترونيکي تذکرو دويش درهبرۍ دکميټې لومړۍ غونډه جوړه شوه

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
دالکترونيکي تذکرې  دويش درهبرۍ  دکميټې لومړۍغونډه پرون دملي وحدت د حکومت داجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله او دجمهوري رياست ددويم مرستيال  قانونپوه سرور دانش  په  وړاندې  اودوګړو داحوالو  دثبت  دمرکزي ادارې دمسوولينو په ګډون    جوړه شوه.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته خبر ورکړ . په دې  غونډه کې  دالکترونيکي  تذکرې دويش  دبهير دښه والي ، په خپل وخت دستونزو او شخړو دڅيړنې  او په اغيزمنه توګه  ددغه پروګرام  دتطبيق   دڅارنې په موخه ، دملي وحدت دحکومت داجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  او دجمهوري رياست ددويم مرستيال قانونپوه سرور دانش تر نظرلاندې يوه کميټه جوړه شوې ده .
ددغې کميټې لومړۍ غونډه پرون  جوړه شوه او داړوندو موضوعګانوپه باب پکې خبرې وشوې .
دملي وحدت  د حکومت ا جرائيه رئيس ډاکتر  عبدالله  عبدالله  دالکترونيکي تذکرې په ويش کې  دحکومت د ژمنې په تطبيق باندې دټينګار په ترڅ کې وويل ؛ چې  دالکترونيکي تذکرې دويش يوستر ملي پروګرام دى  ؛چې ددولت  او ملت هر اړخيز ملاتړ ته اړتيا لري.
په دې غونډه کې  د جمهوررئيس  دويم مرستيال قانونپوه سروردانش دالکترونيکي  تذکرې ويش اودتذکرې دويش په بهيرکې  دشته ستونزو څيړنه  اوحل کول يو اساسي لومړيتوب  وباله او ويې ويل  چې دحکومت  دمشرتا به هيئت  هوډمن دى   چې دالکترونيکي  تذکرې دويش په وړاندې  په خپلې ژمنې عمل وکړي.
وروسته دوګړو داحوالو دثبت  دمرکزي ادارې سرپرست  همايون محتاط داستخدام اودتدارکاتو دبهير دنوم ليکنې داړتيا وړ سندونه دتنظيم  اودمالي مسئلو په  برخو کې  ددغې ادارې دکړنو او داجرااتو د بهير په باب غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.
دغه راز په دې غونډه کې دوګړو داحوالو دثبت دمرکزي ادارې  په وړانديز  دالکترونيکي تذکرې دويش په رهبرۍ کميټه کې  دکورنيو  چارو، مخابراتو  او معلوماتي تکنالوجۍ او دماليې د وزارتونو ، دسيمه ييز ارګانونو دخپلواکې ادارې    او دجمهوري  رياست د چارو دادارې داستازو دغړيتوب طرحه  اودتائيد وړ وګرځيد.
دهېواد اجرائيه رئيس او د جمهوري رياست  دويم مرستيال   په ورسپارل شويو چارو کې دوګړو داحوالو  دثبت د ادارې دکړنو او اجرااتو دستاينې په ترڅ  کې دالکترونيکي  تذکرې دويش دبهيرپه ګړندي کولو اوپه دې لاره کې دشته ستونزو په څيړنې  باندې ټينګار وکړ اوپه ښه توګه اوپه خپل وخت داجرااتو په لاره کې يې  لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته