خبرونهفرهنګ

په بدخشان کې د ورېښمو تاریخي لاره بیا رغول کېږي

کابل، د لړم ۱۱ مه، باختر آژانس

په بدخشان کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین ملا عبدالخالق عابد په یوې سترې ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې چارواکو وویل چې اوسمهال په ټول هېواد کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی غلا، فساد، وېره، د قومونو تر منځ تفرقه او کرکه له منځه تللې ټول هېواد وال په امنه فضا کې ژوند کوي او په ډاډه زړه له یو ولایت څخه بل ولایت ته تللی شي.

په همدې حال کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د جرګو رئیس مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل چې په ټول هېواد کې په تېره بیا په بدخشان کې د تعصب او کرکې هېڅ څرک نه لګېږي، هغه افغانان تاریخ جوړونکي یاد کړل او زیاته یې کړه چې دا ځل به د هېواد په جوړونه کې تاریخ جوړ کړي.

د غونډې په پای کې د بدخشان ولایت د پامیر یوه قومي مشر له ورغلی پلاوي څخه مننه او کړه او د بدخشان د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

د يادونې وړ ده چې د بدخشان او پامير خلکو ستونزو او غوښتنو ته په کتو کابينې  پرېکړه وکړه او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير نورالله نوري تر مشرۍ لاندې يو پلاوي ته دنده وسپارله چې د ورېښمو تاريخي او اقتصادي لارې د بيارغولو چاري تعقیب کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا