خبرونهورزش

په بدخشان کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

 کابل، د لېندۍ ۲ مه، باختر

په بدخشان ولایت کې د ارګو، بهارک، راغ، کشم او يفتل ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ په ارګو ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د یاد ولایت د وزلوبې فدراسیون ویلي چې د دغو سياليو موخه وزلوبې ته د ځوانانو او پهلوانانو هڅول دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د فوټبال غوره لیګ پر دوام تېره ورځ د “پامير او کوشاني” لوبډلو ترمنځ لوبه شوې، چې د “٤-١” پايلې سره کوشاني لوبډلې وګټله. دا تر دې مهاله د دغه ليګ پر دوام “٤٧” لوبه ده، چې ترسره کېږي.

ياد ليګ د بلخ ولایت شاديان دروازې ته څېرمه په سينا ورزشي لوبغالي کې پيل شوى چې لاهم دوام لري.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا