کابل-باختردتلې دمياشتې ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دې غونډې په پیل کې د عاشورا مراسمو د ترسره کولو په خاطر هراړخیزو امنیتي تدبېرونو ته په پام، په کابل او ولایتونو کې د جوماتونو او تکيه خانو د امنیت د تامین په موخه امنیتي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.
وروسته د کورنیو چارو وزارت او دملي امنیت دلوي ریاست مسوولینو د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر د تروریستي برید او د کابل ښارپه قلعه فتح الله حسینیه کې پر لمونځ کوونکو د وروستۍ تروریستي برید په اړه د لومړنیو ارزونو په باب خپل راپور وړاندې کړ.
غونډې له هړاخیزو بحثونو وروسته د یادو تروریستي پېښو د رامنځته کېدو د څرنګوالي او د لازیاتې ارزونې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې ترتیب د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې د هېواد عمومي په ځانګړي ډول د فاریاب، جوزجان، بغلان، کابل، لوګر، غزني، ارزګان، زابل، کندهار او فراه ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنو د ستایلو ترڅنګ یې دیادو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي په خاطر د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.#پاى-ع
0 1 دقیقه لوستل