(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٣ تنه مړه شوي

کابل، د غبرګولي ٢٠مه، باختر
د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ٣ تنه مړه شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ وياند احسان الله کامګار باختر آژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار په کوف آب ولسوالۍ کې د سپرلۍ یو موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی، چې په کې ٣ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هېره دې نه وي، چې دې وروستیو ورځو کې په کاپیسا، زابل او سرپل کې د ترافیکي پېښو له امله ٣٣ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا