
کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
د بدخشان د مرکز فیض آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د کرنیزو اوبو یو کانال د ۷۵۵ زره افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معز الدین احمدي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه کانال د ۱۷۰ مترو په اوږدوالي د ۷۵۵ زره افغانیو په لګښت د اوبو برخې د بشري مرستو او د کوکچې د سمندري حوزې د ریاست له خوا جوړ شوی دی.
هېره د نه وي، چې د دغه کانال په جوړولو سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
لمر