
کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
دهېواد په شمال ا وشمال ختيځ زون کې امنيتي مسوولين وايي چې په افغانستان کې د چينايي تروريستانو دويم نمبر سړى په بدخشان ولايت کې ووژل شو.
د٢٠٩ شاهين قول اردو يوه مسوول نن دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې وويل ؛ چې دغه تروريست د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ له شپږ و تنو نورو ډار اچوونکو سره ووژل شو.
ده وويل؛ په دغو عملياتو کې ديارلس تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي هم دي خو ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.پاى جذ