ټولنه

د کابل ښار د ۱۲ او ۲۲ ناحیې د اوبو رسولو پروژې د لومړي فاز هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل /  د چنګاښ ۴ مه / باختر
د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال په حضور کې، پرون د کابل ښار د ۱۲ مې او ۲۲ مې ناحیې د اوبو رسولو پروژې د لومړي فاز هوکړه لیک د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې د عمومي شرکت ريیس انجنیر حمیدالله یلاني او د ولید یوسفزي خصوصي شرکت ريیس نصرت الله یوسفزي په مالیې وزارت کې لاسلیک کړ.
د ماليې وزارت د ويندوى دفتر د معلوماتو له مخې؛ د کابل د اوبو رسونې پروژې د لومړي فاز ارزښت چې ۸ میلیونه امریکایي ډالره دی، ټاکل شوې ده د یوه کال په موده کې د خصوصي سکټور له لارې پلي شي او له پلي کېدو وروسته به په یادو ناحیو کې د ښاروالۍ ښارګوټي او د ملي امنیت pps ښارګوټي لومړی، دویم، درېیم او څلورم بلاکونه د اوبو رسونې تر پوښښ لاندي راشي.
د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې د ۱۲ او ۲۲ ناحیې د اوبو رسولو پروژه یوه حیاتي پروژه ده او د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې به د کابل ښاریانو اړتیاوې پوره کړي.
د مالیې وزارت سرپرست پاکو او سالمو اوبو ته د کابل ښار د اوسېدونکو لاسرسي په موخه د دغې پروژې پلي کول یو ستر ګام وباله او د پروژې له پلي کولو یې خپل ملاتړ اعلام کړ.
هغه اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د دغې حیاتي پروژې په پلي کولو کې دې جدي همکاري وکړي.
د افغانستان ښاري کانالیزاسیون او د اوبو رسونې عمومي شرکت ريیس انجنیر حمیدالله یلاني د حکومت او مالیې وزارت له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ، د اوبو رسولو پروژو د پلي کولو په اړه وویل: موږ د ۱۳۹۶ کال اقتصاد عالي شورای په ناسته کې د ۱۲ او ۲۲ ناحیې د اوبو رسولو پروژه وړاندې کړه او په ۱۳۹۸ کال کې د هغوی د تائید او منظورۍ وړ وګرځېده. له نېکمرغه موږ نن د یادو ناحیو د اوبو رسولو لومړي فاز هوکړه لیک د لاسلیک شاهدان یوو.
د ولید یوسفزي خصوصي شرکت ريیس نصرت الله یوسفزي، د افغانستان حکومت له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ وویل: موږ ژمن یوو چې دغه پروژه په رڼه او ښه توګه پلي کړو او هېوادوالو ته د سالمو اوبو رسولو په برخه کې خپله دنده ترسره کړو.
د یادونې وړده، چې د ۱۲ او ۲۲ ناحیې د اوبو رسولو پروژې ټولیز ارزښت چې څو فازونه لري؛ ۵۴.۴۸ میلیونه امریکایي ډالر دی چې د عامه او خصوصي مشارکت له لوري پلي کېږي او له پلي کېدو سره به یې د ۴۵ کلونو لپاره د کابل ښار ۵۳۵۰۰۰ تنه اوسېدونکو ته د پاکو او سالمو اوبو رسولو زمینه برابره شي او د قرارداد له اخیستلو وروسته به یاده پروژه د دریو او یا څلورو کلونو په موده کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پاى / ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته