خبرونهروغتیا

په کونړ کې د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د مرغومې ۱۴ مه، باختر

د کونړد عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ماڼوکۍ ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریس قاري مظفرمخلص د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په لیچلام کلي کې د یونسیار موسسې له لوري د ۲۳.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه چې یاد روغتیايي مرکز به ۱۸ خونې، مجهز لابراتوار شنه ساحه  او نورې  اسانتیاوې ولري.

ورته مهال د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني ویلي چې اسلامي امارت د ولس خدمت ته لومړيتوب ورکړی او په دې سربیره به په هره ولسوالۍ کې دغه ډول اساسي کارونه ترسره کړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې په شیګل ولسوالۍ کې هم د روغتیایې مرکز د ودانۍ چارې پیل شوي، چې  ۵۰ زره وګړي به د روغتیا په برخه کې ترې ګټه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته