(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)روغتیا

په بدخشان کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې


کابل، د زمري۱۹ مه، باختر
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یو روغتیایي مرکز د جوړولو خبر ورکوي.
د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د راغستان په خونیلر کلي کې د سیمې اوسېدونکو له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.
محمدي زیاته کړه، چې یاد روغتیايي مرکز به په یوه جریبه ځمکه کې د ۹ خونو په درلودو سره د ۳ میاشتو په موده کې جوړيږي.
د یادونې وړ ده چې د یاد ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو د کمښت له ستونزو سره مخ دي او له مسوولينو په خپلو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا