فرهنګ

په بلخ کې دښځودلاسي توليدي صنايعو نندارتون جوړشو

مزارشريف  باختردليندۍ دمياشتې١٠نيټه :
د بلخ  ولايت سودګروښځو خپل توليدي اواقتصادي لاسته راوړنې يې په مزارشريف ښار کې په ٤٠  غرفو کې نندارې ته  وړاندې کړل  .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ ددغو ښځو په توليدي اواقتصادي لاسته راوړنو کې 
خوراکي توکي ، لاسي صنايع ، ډبرينې  او مرۍ ګڼدل شامل دي  چې په ٤٠ غرفو
کې  نندارې ته وړاندې شول.
دبلخ  ولايت دسوداګرۍ دخونو مسوول شيرمحمدسپاهي زاده  ددغه نندارتون دپرانستلو هدف  دسوداګرو ښځو تشويق او ملاتړ ، دښځو دتوليدي موادو دکيفيت وده ، دکورنيو توليداتو لپاره بازار موندنه  او دبهرنيو توليداتو  په وړاندې له کورنيو توليداتو  څخه ملاتړ  اودهغو دپيرودلو لپاره دخلکو هڅونه ده.
ده له بهرڅخه له ګمرکي محصول پرته دبې کيفيته موادو  واردول او د امنيت نشتوالى  يې دکورنيو توليداتو دبازار موندنې لپاره  يوه ستونزه وبلله.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته