ټولنه

هلمندیانو د جمهور رییس کړنې وستایلې

کابل/ د وري ۳۰ مه/ باختر
په هلمند کې ديني عالمانو، قومي مخورو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، مېرمنو او نورو قشرونو په یوه ستره غونډه کې له جمهور رییس څخه مننه او قدرداني وکړه چې د سولې ملاتړ کوي او پر کمال خان بند سربېره یې بېلابېلې پروژې پلې کړې.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د غونډې ګډونوالو له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې مياشتې په درناوي اوربند وکړي اوډېر ژر د سولې خبرې په کاميابۍ سره تر سره کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته