ورزش

دپانکريشن ملي ټيم نړيوالو سياليو ته ځي

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
ټاکل شوى ده، دافغانستان دالمپيک دملي کميټې دپانکريشن ملي ټيم  په نړيوالو سياليوکې د ګډون په موخه يونان ته لاړشي .
دغه سيالۍ چې ترپنځلسو ورځو پورې په يونان کې ترسره کيږي، دافغانستان ټيم  د دريو تنو لوبغاړو، يوه ښوونکى او يو هيئت په ترکيب په دغو سياليوکې د ګډون په خاطر يونان ته ځي .
باختراژانس ته دافغانستان دالمپيک دملي کميټې دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې، دغه ټيم  يونان ته له سفر مخکې نن له غرمې وروسته په دوو بجو  ديونان د ويزې دترلاسه کولو په موخه هندوستان ته ځي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته