امنیت

دطالبانو تروريستي ډلې په کندز کې دچاوديدونکو توکو په ليږدونه کې له يوه څلور مياشتنۍ ماشوم څخه استفاده وکړه .

کابل باختر د سلواغې لومړى :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو  ديو لړ کشفي عملياتو په  بهير کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند پنځه تنه تروريستان ښار ته دننوتو په وخت کې  دکندز ولايت په مربوطات کې ونيول .
  باختراژانس دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ دوى په خپلو عملونو اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې غوښتل يې له يوه چسپکي  ماين څخه په استفادې سره په کندز ښار کې دامنيتي ځواکونو په پوځي  وسايطو تروريستي بريد وکړي .
  دغه راز  تروريستو طالبانو  يوه اندازه چاوديدونکي توکي ديوه څلور مياشتنۍ ماشوم په بدن کې ځاى پرځاى کړى و  چې دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول او دپيښې په اړوند ديوې ښځې په ګډون پنځه تنه ونيول شول او دتروريستانو يوموټرسايکل هم په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلى دى .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته