امنیت

وسله والو مخالفينو تيره شپه درې تنه د چغچران ښار له مربوطاتو څخه وتښتول .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

 وسله والو مخالفينو دغور ولايت دښارې محکمې دجزا دديوان ديو غړى  قاضي په ګډون درې تنه وتښتول .

 دغور ولايت امنيتي خبرځايونه وايي چې درې تنه تيره شپه دواده په مراسمو کې له ګډون وروسته دغور ولايت مرکز چغچران  پورې اړوند دکاليې له  کلي څخه دچغچران ښار په لور روان و چې دوسله والو  مخالفينو  له خوا وتښتول شول .

  دامنيتي چارواکو د څرګندونو له مخې دغور ولايت دښارې محکمې دجزا دديوان غړى قاضي قربان کريمي په دغوکسانو کې شامل دى .

 خبرځاى زياته کړه دقاضي او ددوو تنو نورو تښتول  شويو کسانو دخلاصون لپاره هلې ځلې رواني دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته