ښوونه او روزنه

د څه دپاسه لسو ميليونوافغانيو په لګښت دښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه

جلال اباد باختر د غوايي دمياشتې ۲۵ مه
د جلال اباد ښار په اومې ناحیې پورې اړوند د درونټې په سیمه کې د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه د لس میلیونو یو سلو څلور پنځوسو زرو افغانیو په مالي لګښت په شاوخوا اته بسوې ځمکه کې د بي بي مریم لیسې د نوي درسي بلاک د جوړولو چارې پیل شوې
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي باختر اژانس ته وویل چې دغه بلاک به د لسو میاشتو په موده کې په یو پوړ کې جوړ شي،چې لس درسي او څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات به ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته