(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په بدخشان کې نیول شوی پړانګ بېرته خوشې شو

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په واخان ولسوالۍ کې نیول شوی پړانګ بېرته خوشې شو.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د باخترآژانس خبریال ته وویل، یو پړانګ د یادې ولسوالۍ په ورک کلي کې د پسونو یوه ساتنځای ته له ننوتلو وروسته د ځايي خلکو له خوا نیولی شوی و، چې د حکومتي مسوولینو له لوري بېرته خوشې شو.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پړانګ د ځايي خلکو ٨ پسونو له منځه وړي دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا