سیاست

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره وکتل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر، د انګلستان، اروپايي ټولنې، ناټو او جرمني له سفیرانو او دغوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال نیکولسن سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې دغو سفیرانو په کابل کې د وروستۍ تروریستي پېښې له امله د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
هغوی د افغانستان حکومت د کابل پروسې کنفرانس د ښه مدیریت او کوربه توب له امله وستایه او زیاته یې کړه، د کابل پروسې کنفرانس د افغانستان د سولې اوامنیت په اړه  ګټور بحث وکړ.
د هېواد جمهور رئیس د دغو هېوادونو د سفیرانو له خواخوږۍ او تسلیت څخه په مننې د کابل پروسې کنفرانس په بریالي ترسره کېدوکې د دوی همکاري ارزښتناکه وبلله او همدارنګه یې په دغه مهم کنفرانس کې د هغوی د ګډون قدرداني وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته