ټولنه

په کندز کې۳۰۰ کورنيو مرستې ترلاسه کړې

 کابل / د زمري ۹ مه / باختر
په کندز کې پرون پر ٣٠٠ کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د کندز د والي مرستيال عصمت الله مرادي باختر آژانس ته وويل چې «الکوزي شرکت» د کندز د سيمه ييزې ادارې په همکارۍ، پر اړو او د امنيتي ځواکونو د شهيدانو پر کورنيو يوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ ورېجې، غوړي، لوبيا، نخود، مکروني، پټاټې، چاى او بوره ووېشله.
د دغو مرستو د وېش په بهير کې ملکي، پوځي او د الکوزي شرکت مسوولينو هم حاضر وو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته