اقتصاد

د سړک د جوړولوکار پاى ته ورسيد

کابل باختر دتلي  اتمه :
په سرپل ولايت کې د ديارلسوکيلومترو په اوږدوالى د سړک د قيرکولو کار پرون پاى ته ورسيد .
دغه سړک دشپږومترو په سور سره د سرپل ولايت له مرکزڅخه دصياد ولسوالۍ تر مرکز پورې په يو کال کې قير شوى دى.
دسرپل ولايت دفوايدعامې رييس زلمي رحيمي باخترآژانس ته وويل: د سويډن په مرسته دڅه دپاسه يومليونو سل زرو امريکايي ډالرو په لګښت قير شوى دى.
رحيمي زياته کړه: ددغه سړک په تګلوري کې ديارلس پلګۍ او د دوه سوه اتيا مترو په اوږدوالى استنادي ديوال هم جوړ شوى دى.
ويل کيږي ددغه سړک په پرانيستلو سره د تګ راتګ له پلوه دڅه دپاسه دوه سوه کليوستونزې لرې شوې دي .
خبرځاى زياته کړه: ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې د دغه سړک په غځولو سره د صياد ولسوالۍ له فارياب ولايت سره ونښلول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته