ميمنه/ باختر د زمري د مياشتې٨ :
د فارياب ولايت د پوهنې او د بشري منابعو رييسان پرون ونيول شول .
د فارياب ولايت د استيناف څارنوال فريد غوري باختر آژانس ته وويل چې د فارياب ولايت د پوهنې رييس غلام سخي بيان او د فارياب ولايت د مقام د بشري منابعو رييس اسلام الدين حاتمي د اداري او اخلاقي فساد او له دندو څخه د غير قانوني استفادې په جرم د دغې ادارې له خوا ونيول شول .
ده زياته کړه چې نيول شوي کسان اوس تر پوښتنې لاندې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ