اقتصاد

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست خبرتيا

کابل/ د لړم ٩مه/باختر
د افغانستان په مالياتي ادارو کې د مالياتو د لومړنۍ تصفيې پروسه
د عوايدو لوی رياست د رېفورمونو او د غوره او پرخپل وخت د خدمتونو  وړاندې کولو لپاره د کاري پروسو د ساده کولو په لړ کې د مالياتو د تصفيې پروسه په دوو مواردو کې ساده شوې ده.
الف- مخکې د مالياتي حسابونو د تصفيې او د هغو د پړاوونو د طی کولو لپاره د عوايدو لوی رياست ۱۳ مالي حمايتي سندونو ته اړتيا لرله او اوسمهال ماليه ورکوونکي د لاندېنيو مواردو له مخې يوازې د ۵ مالي حمايتي سندونو پر وړاندې کولو مکلف دي:
۱- مالياتي اظهارليک او بيلانس شيټ
۲- د جواز کاپۍ
۳- د م- ۱۶ فورمې
۴- د انتفاعي ماليې درې مياشتنۍ (ربع‌وار) فورمې
۵- د موضوعي مالياتو (تنخوا، کرايې، قرارداد او نور) فورمې
ب- مخکې د لومړنۍ تصفيې پروسې په مالياتي ادارو کې ډېر وخت نيوه، اوسمهال د مالياتي چارو د ادارې د ۵۹ مادې پر بنسټ د مالياتو د لومړنۍ تصفيې پروسه په مالياتي ادارو کې د ۲۱ ورځو په ترڅ کې ترسره کېږي.
نو له ټولو ماليه ورکوونکو څخه هيله کېږي چې د ۲۱ ورځو په ترڅ کې بايد د مالياتي ادارو پر شرايطو ځانونه برابر کړي، که نه نو په مالياتي سيسټم کې به د ماليه ورکوونکي يوزر وتړل شي.
د عوايدو لوی رياست د خصوصي سکټور د ملاتړ او د اسانتيا د رامينځته کولو لپاره ژمن دی او په عين حال کې هڅه کوي چې د ماليه ورکوونکو لپاره چټک او پر خپل وخت خدمتونه وړاندې کړي.
همدا راز د يادولو ده چې د عوايدو لوی رياست د برېښنايي اظهارليک د سيسټم د معرفي کولو سره خپل آنلاين خدمتونه پرانيستي دي او ماليه ورکوونکي هڅوي چې له دغه سيسټم څخه په گټې اخيستلو سره د اداري بيروکراسۍ او د اسنادو د وړاندې کولو تکليف ونه‌گالي او د هيڅ ډول فزيکي مالي سندونو له وړاندې کولو پرته د مالياتي حسابونو د تصفيې پروسه پيل او بشپړه کړي.
که په مالياتي ادارو کې د پورتنيو فعاليتونو د ترسره کولو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږئ، نو د مهربانۍ له مخې له ۱۰۰۰ اړيکشمېرې سره اړيکه ونیسئ.پاى- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته