خبرونهټولنهTOPروغتیا

په بدخشان کې ۳.۵ ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د لېدۍ ۲۱مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ، عامې روغتیا ریاستونو او اړوندو ادارو په همکارۍ د بدخشان له مرکز فیض آباد ښار څخه ۳.۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس قاري عتيق الله فيضي د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې دې رياست او اړوندو ادارو په همکارۍ د فيض آباد ښار له هټيو څخه ۱۸ قلمه خوراکي توکي چې ۳.۵ ټنه کېږي راټول او له منځه وړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د روان کال په اوږدو کې دا درېیم ځل دی، چې د دغه ولایت له پلورنځیو څخه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي راټولوي او له منځه یې وړي.

نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې د ټيټ کيفيت لرونکي توکي بدخشان ته وارد نه کړي.

په همدې حال کې د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي سيف الرحمن رحيمي چې په بدخشان کې د بې کيفيته توکو د راټولولو د کمېټې مشري پرغاړه لري وویل، چې اجاره نه ورکوي، چې تاریخ تېره او ټیټ کیفیه توکي په بازار کې وپلورل شي او که څوک سرغړونه وکړي عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.

نوموړي د دې ولايت له اوسېدونکو وغوښتل، چې د توکو د پېرلو پر مهال له نېټې ځان خبر کړي او تاريخ پرته خوراکي توکي ونه پېري.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا