امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :
دکندز ولايت پوليسو تېره شپه ددغه ولايت په مربوطاتوکې لس تنه وسله وال طالبان ونيول  .
دکندزولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرورحسيني باخترآژانس ته وويل چې دغه طالبان د امام صاحب  ولسوالۍ د ديش کپه ، پل مدير او د سيداحمدشاه په کليوکې له يوکلاشينکوف او يوې اندازې مهماتو سره دپوليسو دمنسوبينو له خوا ونيول شول.
ده زياته کړه چې له دوى څخه په دوو تنو يې په دغې ولسوالۍکې دسرحدي پوليسو ديو سرتيرى د وژنې تورلګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته