سیاست

له ښځو سره تاوتریخوالي رامنځته کوونکي به له قانون سره سم مجازات شي

 کابل   باختر د کب د مياشتې  ٦  :
د میدان وردګو والي وايي له  ښځو سره تاتریخوالي رامنځته کوونکي به د میرمنو حقونو خوندیتوب لپاره په جدي ډول مجازات شي.
دا خبرې  حیات الله حیات پرون له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي او جندر ګروپ میاشتنۍ غونډه کې وکړي.
په دې غونډه کې د تیرې میاشتې په کارونو ، ښځو سره د تاوتریخوالي رامنځته شویو پیښو او ترسره کړو فعالیتونو په تړاو راپور وړاندې شو.
له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او جندر ګروپ غونډه د والي حیات په مشرۍ ترسره شوه، چې میرمنو، مدني فعالانو او د بیلا بیلو ادارو استازو پکې ګډون کړی وو.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره دې اړونده ادارې په ګډه هلې ځلې وکړي.
حیات وویل، چې کورنۍ دې میرمنو ته د میراث او مهر حقونه ورکړي او هم دې د ناسمو دودونو بدو، بدل او کم عمر کې د نجونود ورکړې دمخنیوي لپاره اړونده ادارې کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې له ښځو سره تاوتریخوالي رامنځته کوونکي کسان باید په جدي ډول له قانون سره سم مجازات شي، څو نورو ته د عبرت درس وګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته