نړۍ

په بغداد کې دترکيې په سفارت دهاوان بريد .

١٢- بغداد  باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

  په بغداد کې  دترکيې  په سفارت دهاوان بريد وشو چې دسرزيان يې نه درلود .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دفرانسپرس دخبري اژانس دڅرګندونو له مخې خبر راکړ: دابريد په داسې حال کې وشو چې  ددواړو هيوادونو ترمنځ تاوتريخوالي زيات شوى دى .

 دعراق دکورنيو چارو وزارت يو مقام وويل ، يو هاوان  دبغداد په شمال کې دوزيريه په سيمه کې اوله سمسوري  سيمې څخه بهر  دترکيې دسياسي نمايندګي  چې تر سختي څارنې لاندې ده وتوغول شو دامريکا اوبريتانياسفارتونه  او دعراق دپارلمان ودانۍ په دې سيمه کې دي .   دې پيښې  دسرزيان نه درلود او عراقي مقاماتو وويل  هغه ليږدونکي واسطه يې  موندلې ده  چې هاوان له هغې توغول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته