ټولنه

د کورنيوچارو په وزارت کې د قرآن عظيم الشان ختمونه وشول

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢٤ مه:
د کورنیو چارو وزارت په قرارګاه او له نشه يي توکو سره د مبارزې په معینیت کې د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) د نيکمرغه ميلاد په درناوي د قرآن عظیم الشان ختمونه وشول.
د کورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغو شاندارو مراسموکې چې د کورنیوچارو وزارت په قرارګاه او له نشه يي توکو سره د مبارزې په معینیت کې پرځاى شوي و، د کورنیو چارو وزارت پیژنوال محمد وکیل اکبري، د عقیدتي او فرهنګي چارو رییس او یو شمېر لوړ رتبه چاواکو ګډون درلود.
په دغو مراسموکی د حضرت سرورکاينات فخرموجودات حضرت محمد مصطفی (ص) د ژوند ، سیرت او کارنامو په اړه هر اړخيز او په زړه پورې بحثونه وشول.
د قرآنکریم دغه ختمونه په هیوادکې د تل پاتې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیدل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته