کابل/ د وري٢٣ مه / باختر
د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې تېرکال له افغانستان څخه څه د پاسه ٥٤ میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزي صادرشوي دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي چي افغانستان په ۱۴۰۰ کال کې ۴،۹۵۳ ټنه جلغوزي صادر کړي دي.
دغه وزارت وايي چې د هېواد د وچې مېوې د صادراتو ټول ارزښت ۵۴ ميليونه ٣٨ زره ۹۸۸ ډالره و.
دغه وزارت څه موده وړاندې هم ویلي وو چې د چین په شانګهای ښار کې په یو ورځني نندارتون کې ۲۶ ټنه جلغوزي پلورل شوي وو.
چین په افغانستان کې د جلغوزیو د خرڅلاو یو ښه او لوی بازار دی او په دغه هېواد کې د جلغوزیو د لوړ پلور یو لامل د دغه هېواد د معياري سرتيفيکت درلودل او دغه راز په افغانستان کې دننه پروسس او بسته بندي ده.
جلغوزي د افغانستان یوه ګټورو او ارزښتناکو وچو میوو څخه ده او د ډېرو ویټامینونو په لرلو سره د بدن د پوستکي د ښکلا، روغتیا، حافظې پیاوړتیا او د زړه د حملې په مخنیوي کې کارول کېږي.
د هېواد دغه محصول په نړۍ کې ډېر شهرت لري او اوس په بازار کې یو کیلو جلغوزي تر دوه زره افغانیو پلورل کېږي.
د راپورونو له مخې، د پکتیا، خوست او شاوخوا سیمو په ګډون د افغانستان په اتو ولایتونو کې څه باندې ۴۳ زره هکتاره ځمکه د جلغوزيو ځنګلونو پوښلې ده.
\ ذ