
کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
په بغلان، نیمروز او پکتیکا ولایتونو امنیتي مسوولین وايي، چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یې ۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یې ۲ تنه د اخلاقي فساد په تور نیولي دي.
ورته مهال د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې یو کس له یو اندازه نشه یي توکو سره نیول شوی دی.
او دغه راز د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د امنیتي ځواکو له لوري یو تن د غلا په تور نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر