
کابل، د سلواغې ١٤مه، باختر
په بغلان، کندز او فراه کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پر ٢٢ زره ٥٢٤ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د بغلان برکې ولسوالۍ کې ٣ زره ٧١٢ کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
ورته مهال د کندز په مرکز او خان آباد ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له ١٧ زره ٥٣٠ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو اوړه، ۴.۵ کيلو غوړي، ٦.٣٠ کيلو لوبیا او مالګه ورکړل شوه.
او دغه راز د فراه په پشترود ولسوالۍ کې پر ١٢٨٢ بې وزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې اوړه، غوړي، دال نخود او ٤ قلمه نور خوراکي توکي ورکړل شول.
همدارنګه روزګان کې پر ٥ زره ٤١٨ بې وزله کورنیو د خوراکي توکو وېش پیل شو، چې په کې هرې کورنۍ ته به ٥٠ کیلو اوړه، ٤.٥ لېټره غوړي، ٦.٢٥ کیلو دال او مالګه ورکړل شي.
لمر