کابل باختر دليندى نولسمه :
دوه ټنه نشه يي توکي په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو مسوولينوله خوا وسوځول شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې :دغه توکي دکابو شپږو کلونو په بهير کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو او پلورونکو څخه راټول کړى شوي و .
دفارياب والي سيد انور سادات وايي چې ددغو توکو دقاچاقو او پلورنې په اړوند يوسلو اته اويا تنه نيول شوي او عدلي اوقضايي مرکزونو ته معرفي شوي دي .
ده په فارياب ولايت کې دنشه يي توکو له کرکيلي ، قاچاقو او پلورنې سره دمبارزې لپاره دهڅو دزياتوالي خبرې وکړې .
دغه نشه يي توکي دسيمه ئيزو مسوولينو په وړاندې وسوځول شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ