خبرونهټولنه

په بغلان او میدان وردګو کې د ترافیکي پېښو له امله ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 کابل، لېندۍ ۶ مه، باختر

د بغلان او میدان وردګو ولایتونو ځایي مسوولین وايي، چې په دغه ولایتونو کې د ترفیکي پېښو له امله ۲ تنه مړه شوي او یو تن زخمي شوی دی.

د بغلان د ترافیکو مدیرقاري نذیرالله عابدي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې تېره شپه د خنجان ولسوالۍ د سیاه سنګ پله په مربوطاتو کې یو مازدا ډوله موټر چې له کابل څخه د کندز په لور روان و له سړک څخه وتلی او چپه شوی، چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او کلینر یې ټپي شوی دی.

د یو بل خبرله مخې، د میدان وردګو سید آباد ولسوالۍ په دشت ټوب سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

جهانیار

‏‏

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا