امنیت

په شاولي کوټ ولسوالۍ کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

قندهار باختر د وږي د میاشتې ۲۷ مه
د قندهار په شا ولي کوټ ولسوالي کې د هوايي عملياتو له امله د وسله والو د يوه قومندان په ګډون لس تنه مخالفين وژل شوي او د چاودېدونکو توکو يو پټن ځای هم له منځه تللی دی.
د قندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضياء دراني باختر اژانس ته وويل چې د ګډو امنيتي ځواکونو په پيل شويو چاڼيزو عملیاتو کې چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه يې هم ملاتړ کوي تر دې مهاله ټولټال د وسله والو مخالفينو د څلورو قومندانانو په ګډون پنځه دېرش تنه مخالفين وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته