سیاست

مطبوعاتي اعلامیه د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا جنایت وکړ او په غور ولایت کې یې ملکي وګړي په نښه کړل.

کابل باختر د لړم  پنځمه :
په وروستیو میاشتو کې دا څووم ځل دی چې جنایتکار تروریستان مدني لاریونونه، سپېڅلي ځایونه، عزاداران او د لویو لارو مساپر په نښه کوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
دغه ډول جنایتونه هره ورځ  د جنایتکارانو دوسیې پړسوي او هغوی به د جنګي جنایتکارانو په توګه یوه ورځ عادلانه محکمې، د افغانستان خلکو او قانون ته ځواب ووایي.
جمهور رئیس غني د دغه جنایت د غندلو پرمهال د وروستۍ پېښې د شهیدانوله کورنیو سره د غمشریکۍ په ترڅ کې ژمنه کوي چې له تروریستانو او بې رحمه پردي پالو عاملینو څخه به د هېوادوالو د وینې انتقام اخلي.
د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې له دغو ډلو سره په مبارزه بوخت دي او هیڅ وخت به تروریستي ډلو او د پردیو مزدورانو ته اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو لپاره په خوندي ځای بدل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته