روغتیا

په سرپل کې يوه روغتيايي مرکز جوړېږي .

کابل باختر د مرغومي لسمه : په سرپل کې نن ديوه روغتيايي مرکز دجوړولو کار پيل شو . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دغه روغتيايي مرکز دسرپل ښار دسيد اباد په کلي کې دهېواد دعامې روغتيا وزارت دپرمختيايي بودجې څخه ددوه سوه اتيازرو امريکايي ډالرو په لګښت په يوکال کې جوړېږي ويل کېږي چې ددغه روغتيايي مرکزدجوړولو دکار په بشپړيدو سره به دپنځوسو تر شپيتو زرو کورنيو روغتيايي ستونزې لرې کېږي . ختږ_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته