امنیت

ناروا دود؛ د واده مراسم په ماتم بدل کړل

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د بغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې تېره شپه د واده په مراسموکې د نښتې له امله ٢٠ تنه ووژل شول او د دغو مراسمو ١٠ تنه نور برخه وال ټپيان شول.
د بغلان ولايت د ده صلاح ولسوال خليل الله رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د واده دغه مراسم د دغې ولسوالۍ په چاريکارک کلي کې پرځاى شوي وو او وسله والوکسانو د هلکانو د ګډولو په وخت کې په نښتې لاس پورې کړ چې له امله يې د واده ٢٠ تنه برخه وال ووژل شول او١٠ تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل چې د پيښې قربانيان ټول نارينه وو او ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د څلورو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
رحيمي زياته کړه: د دواړو دښمنو لورو ترمنځ جګړه نن سهار بيا پيل شوه او زيات جزييات وروسته وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته